دامريكي نو ی زاړه پال ,دنړي دويجاړيونظر وركوونكي دي !
           ژباړونکی (عزيزاحمدخوارمل) ژباړونکی (عزيزاحمدخوارمل)

 

لمړی برخه :

    دانټرنيټ دفارسی منابعــــوڅخه

       

لاندنی  مقاله دعربی سرليک المحافظون الجديد" .. منظرون الخراب العالم "د " علي عبدالعال  " مصری ليکونکی  دقاهری اوسيدونکی لخوا ليکل سويدی اودالعالم وسايت ته استول شوي اوپه فارسی  ژبه ژباړل سويدی  چې پښتوژباړه يې په لاندی توګه ومحترم لوستونکوته وړاندی کيږی  .

نوی زاړه پال،دغه مطلب دهغه يوشميرروښان اندوپه هکله دی چې په واشينګتن کې ناست دي  اوشمير يې دسلو(۱۰۰)اود دووسوو(۲۰۰) تنوڅخه زيات  ندی،دوي دهغونظرياتواولړليدونوپلويان دي او داهسی طرحي دځانه سره لری چې غواړي امريکايې امپراطوری  دوينوپرحمام  ، په وژنو،په وهلواو ټکه ولواوترهګری باندی جوړاورامنځته کړی اودغه داستان دځنګله دنظريې غونډی ده چې يوشمير،وانسان ته ورته کسان هغه يې دحيواناتوڅخه په ننګ سره اخيستی دی اودهغه پربنسټ چوراوچپاول،وژنې اوويجاړي يې ديوعادت په توګه دنړی وخلکواووبشريت ته يې وراړه ولی اورامنځته کړی دی ،اوتردا اوسه يې دخوړلوشومه اوخونديې لاپای ته ندی رسيدلی،اووينه يې ددوي په وحشی اوڅيری کوونکوغاښونوکښې ليدل کيږی ،اودخوړلو دشومی اوخوند په هيله اودراتلونکی قربانی کولوپه  سوچ کې دي .

کوم کسان نوی زاړه پال  دي؟

نوی زاړه پال ،يوامريکايې سياسی ډله ده چې دهغوي پلويان دښي لاستی بنسټپالومسيحيانوڅخه ملاتړکوي اوپرنړی باندی دامريکی دواک اوښکيلاک په سوچ کې دي سربيره پردی چې دوي سياست پوهان  هم ندی ،مګرددوي په منځ کې نامتوليکوالان،پوهان ،کړنلاره ليکوونکی،استراتيژيسټان دمسلحوقواوواوداردوپخوانی  افسران اوسربازان اويوشميردامريکی داوسنی مختلفوفکــــری ډلو ليوال اودنوروقشرونو،بنسټپال پلويان  په دی زاړه پالوکشې ليدل کيږی . همــــــدارنګه دوي د صهيونيستي  ايډی ملاتړکوونکی هم دی چې دعــــربانواومسلمانانو سره ډېره ټينګه اوزيات سخت دښمنی لری اودجورج بوش درياست جمهوری په دوران کښې يې دامريکی باندني سياسي چاری يې په خپل لاس کې نيولي دی .

صهيونستي ايډيااوکړنلاره دهغه سياست داجراکولوترشا دی چې بيله  کومه دپام وړاعتراضيه اوګوت نيونی  نه ،دامريکی دنظامی ځواک څخه په کاراخيستنی سره دټولوموخي  دلاسته راوستلوپه خاطردغه عمل اوکړنی روا کاربولی اوددوی په ادعا سره دغه کړنی سم کاربلل کيږی، ځکه دنوی زاړه پالوپه هانداوعقيدی سره چې حقيقت او واقعيت يوازی  ددوی په واک کې دی اودوسلی څخه په ګته اخيستنی اوکارولوسره کولای سی چې پرټولوباندی برلاسی اوواک رامنځته کړی  .همدا اوس دغه موضوع په روښانه ډول سره څرګنډه ده چې د امريکی نوی زاړه پاله ډله داسرائيلوسره ټينګی اړيکی لری اودتل حبيب دپاره دتعصب نه ډک، ملګري په توګه شميرل کيږی،اوپه همدی ډول سره دنوی زاړه پالونظريه ورکونکی ډېرزيات مشران اوپوهان هم يهوديان دی .

 يوشميرکارپوهان په دی باور دی چې دنوی زاړه پالورامنځته کيدل دمنځ لاری يهودانو اودزاړه پالويهودانودخپل منځی اختلافونواوخپل منځی جګړوپه نتيجه کښې  ددوي  واکمنی  اواغيزه دامريکی ديهودانوپر نړيوال لړليدباندی  دی  . نوی زاړه پال دخپلوکړنواولړليدونوپه انځورولواو لوبولوکې  نوي دی ،ځکه دامريکی دهيواد دجوړيدلوڅخه زاړه پال فکرونه يودبنسټيزواصولو څخه شميرل کيدل اوهمدا اوس ددغوپه مخ کې نيول سويوکړنوترسيوری  لاندی اودجورج ډبيلوبوش  دسياسي کړنلارو اودزاړه پالودبيده فکرونوپربنسټ ،ددی ډول دزوراودتيری دپلويانواوددی ډلودرامنځته کيدلوسبب وګرځيدی  .

  دجيمی کارتردجمهــــــوری رياســت په دوران کښې ديوشميرزياتويهودی پوهــــانواوښــــي لاسوډلووتلـــو

ددموکرات له ګوندڅخه،نوی زاړه پال غورځنګ جوړاورامنځ ته سو،اوجمهوررئيس دکين اړخو نويوډلوکړنلاره يې ومنل ،اودشوروی سره دضديت نه،اودشوروی  په وړاندی يې داخ اواډب څخه لاس واخيستل ،اودزاړه پالودطرحواوکړنوپه وړاندی  په مخالفت کې ودريدل اوديوشميرنوی زاړه پالوغوښتنی يې  چې ددندودترسره کولوپه خاطريې وجمهور رئيس ته يې وړانديزکړوو،جمهورئيس دغه ډله يې په خپل دولت کې يې ونه منل  اورديې کړ .

نوی زاړه پالو وروسته ترهغه  نه د پريګړندی سياست په مخ کې نيولو سره دنظامي واک دغښتلی کيدود

وړانديز نه يې  پلوی وکړ، ترڅو دشوروی سره مخامخ سيالی وکړلای شی ،له دی امله  يې دجمهوريت پلوی ګوند وخواته يې مخه وکړ او د رونالدريګن دجمهوری رياست په دوران کې  چې دکړکيچ اوآخ اوډب وايډی اومفکوری ته باوری او عقيده من وو،اودکين لاسوزغرنده ګونيونی يې  چې دامريکی دفرهنګی چارواوکلتوری اړيکوپه هکله يې درلودل، هغه  يې رده ول اوهيڅ يې نه منل ،چې دغه کړنی ددی سبب وګرځيدی ترڅودزاړه پالوواک دامريکی پرباندنی سياست باندی زياتوالی  ومومی،   اووروسته له هغه نه دغه زاړه پالوددموکرات ګوند يوه  جلاشوی ډله  شميرل کيدل ،بيله دا چې دجمهوريت پلوی ګوند په چوکاټ کې ورګډ سی اويوه سياسي ډله  يې جوړه وله چې تحريف  سوی عقايد يې دځانه  سره درلودل اود((ريګن ددموکراتانو)) په نوم پيژندل کيدل ،اوپه پوهتونو،علمي موسساتوکې دڅيړنواودتبليغاتی رسنيوپه مرکزونوکې تيت اوپرک اوخواره واره سول . په همدی پړاوکې د((زاړه پالوډله)) پراختيا وموندپه  داهسی حال کې چې غورځنګونه په دقيقه توګه سره دفکری اوسياسي بدلونو سره دامريکی په ټولنه کښې يوشونی او وړفضا يې دفکرونو دپراختيا او دسياسي ډلودجوړښت اودهغو درامنځته کيدو دپاره يې رامنځته کړی وو.

دنوی زاړه پالو لړليدونه اونظري

نوی زاړه پال په نړی کې ((نظامی واک )) يوبنسټيزاوزار((افزار))اووسيله دکړکيچونوسره په  مبارزه کې  اوداخ اواډب په وړاندی  يې بولی اوپه دی باوری دی چې  نړيوال اړيکې پرواک ولاړاوتکيه  دی اورښيتنی سوله ، په ډپيلوماسی  او په عدالت سره نه سی رامنځته کيدلی ،بلکی يوازی دجګړی دبرياليتوب په نتيجه کښې رامنځته کيدی سی  .

نوی زاړه پال وايي ،هغه لړليدونه اونظريات چې  په دی وروستيوکالونوکې په واشينګتن کې يې پراختيا موندلی دی،اودهغولړليدونواونظرياتوپه سرکې  داهسی راغلی دی : دوي وايی ((باورخودادی چې دامريکا دپاره دااوس مهال ډېرښه اوپراخه   فرصت دنړيوال نظم په رامنځته کول کې  رامنځته سوی دی ))، دوي ددغه مطلب اوددغه لاس ته راغلی فرصت  نه يې ملاتړکوی . اودوی بيا په  زغرده سره دهمدی لړليدونه اونظری  پر دی فکتوراوايډی باندی هم ټينګار کوی،هغه داچې دشوروی اتحادودجمهوريتونو دنړيدلواودله منځه وړولووروسته  دامريکا هيوادديولارښودپه توګه دغه دنده يې په غاړه اخيستی دی اوهغه تش ځای چې  دشوروی دنړيدو راوروسته رامنځته سويدی هغه  ځای  بايد ونيول سی اوډک کړل سی  .  دوي په دی باور دی چې  په اوسنی شرايطوکښې ونړی  ته ديولارښود اړتيا سته دی اودامريکی هيوادبايد دغه لارښودنه په غاړه واخلی ،ځکه چې دامريکی ښکيلاک اومطلق ځواکمن کيدل پرنړی باندی  دثبات منشا‌ء اوپايښت  دی .له دی کبله نوی زاړه پال دلويديز اودنړی دنوروهيوادونويووالی دامريکی ترلارښودونی لاندی ديوی نوی نړيوال  نظم  دجوړښت په خاطرپه طبيعی توګه اړين بولی .

.همدارنګه  نوی زاړه پال په پراخه ډول سره زيارباسی  ترڅودبی وسلوکولو اودقانون ښه تره تطبقولواوګټوررول لوبولو څخه مخ نيوی وکړی او دنړيوالوسازمانونودښوچاروسرته رسول په نړيوال جوړښت کې نه منی اودهغه نه هم مخ نيوی کوی ،دملګروملتونودسازمان په وړاندی  ددښمنی څخه کاراخلی اوپه دی باور دي چې نظامی واک  دی بايددبهرنی سياسي چارو لمړی سرليک اولمړی پړاوکې دی  وی .

نوی زاړه پال په دی باور دی چی ديوی نوی جوړښت درامنځته کولو په  خاطرکولای سی دعراق ،افغانستان ،لبنان اودايران په هيوادونوکښی نظامی لاسوهنی وکړی ،اودغه هيوادونه دبيلګی اوسرليک په توګه دی دامريکا د ځواک دپراختيا دپاره په لاسوهنوسره ،چې ګواګی دخپلودوستانوسره مرستي کوی ،  اوونورته يې داهسی وروپيژنی او وروښئی چې موږوخپلودوستانواو ملګروهيوادونوسره مرسته کوو. په همدی علت سره دملی واکداری اودملی ځواکمنی  محدوده لړليدونه ،اوهمدارنګه دملی واکداری اودملی ځواکمنی  له منځه وړل دتيری په وخت کې  دامريکی دپلان شوکړنلاری  دګټو سره يوځای تبليغ شوی اوپراختيا ی موندلی دی ،امريکائيان دبيرونکونظامی يرغلونوزمينه يې دملګرومليتونوپر يوشمير ځانته آزاداوخپلواکو هيوادونوباندی رامنځته کړی،اوپه نتيجه کښې داهسی وضعيت اوحالت رامنځته سوی دی چې يوشميرلوی هيوادونه چې په نړی کښې ديواساسی او مثبت  دريځ اورول درلودونکی دی،لکه دچين اودروسيی دهيوادونوپه شان،  دهغوی ورول لوبول اوودريځ  دی ته   هم هيڅ ډول توجو ونشی اوهغوی  ته دی په درنه سترګه ونه کتل سی  .

د نوی زاړه پالودعقايدوڅخه يوهم دحضرت"مسيح" چټک  اوژرراتک ومځکی ته دی اودغه مسله دزاړه پالوبنسټيزه دنده جوړه وی،اودمسلمانوپه وړاندی جګړی کول اوپرټولوسپيځلومځکوباندی ښکيلاک اوواکمنی دنوی زاړه پالوددی ډلی اصولی ، اساسی اوبنسټيزی موخي دي. دوي  نوری ډلی اونورسازمانونه اونورخلک ترهګر،بنسټپال اودهشتګربولی اوپه دی باوردي هرڅوک چې ددغوډلونه وي ،دوي په هاندسره داخلک داهسی دښمنان دی چې هر څه ژراوپه چټکی سره بايد له ريښی  نه ورک  سی اوله منځه دی  ولاړسي   .

 


استيون هلبر" او "جاناتان کلارک" ،دوي دوه ليکوونکی دی چې  دغه دوه ليکونکی د،((نوی زاړه پال اونړيوال نظام ))دکتاب ليکوونکی هم دی او دنوی زاړه پالودکړنلاری اوايډی بنسټيزاصول عبارت، دايمان اوعقيدی نه بولی ، اود"خير" او "شر" ترمنځ جګړه په دی کتاب کې توضيح کوی  اوورپيژنی يې،اوپردغه بڼست  " لئو اشتراوس "  دنوی زاړه پالويونامتوکارپوه  چې دالمان (جرمنی ) څخه وامريکي ته  کډوال سوی دی ددی غوښتوونکی سوچې دامريکا هيواد دی بايددنړي ديوستراوځانګری واکمن اوځواکمن په توګه دی ، دشر،ترهګری اوبنسټ پالی په وړاندی جوړاورامنځته سی  . نوی زاړه پال داقتصادپه هکله يې ديوی نوی ليبرالستيي  استراتيژی طرح يې رامنځته کړی دی،چې ددی ليبرالستيي طرح  پربنسټ دی،نړيوالوکيدلوچاری  دی دامريکايي پروسی پراصولواوپرنسبونودی سم  رامنځته سی،اودغه پروسه دی دتوليداتودپراختيا نړيوال کيدل،دځای پرځای راکړی اوورکړوچاری ،دټيلی کمونکيشن اونورپرمخ تللی اومدرنوتخنيکی وسائلواوسيسټمونوپوهنه،ټول ددی ارزښتونو،عقايدو،اضولواوسوچونوڅخه ګڼل کيږی .

همدارنګه دټولنيز سياست په هکله داهسی وړانديزونه او طرحی لری چې اساسی بنسټ يې دشتمنواوپانګه لرونکو  څخه پلوی کوی،اوهمدارنګه دلوی اوستروشرکتونواوسرمايدارانواوپانګه اچوونکوڅخه په  ټينګه ملاتړکوی ،ځکه چې دغه ډول شتمن خلک ،اودستروشرکتونوخاوندان ،سرمايدارانواوپانګه اچوونکی دي، چې دغه ډله خلک تل پاتي واك لري او وسياسي بدلونونواو ټوليزو افكاروته كومه اعتنا نه لري اودوي تل دخوارانواوغريبانواودخوارو،نادارواوپقيروقشرونوپه تاوان دی ،نه ددوي په ګټه ،چې دغه وګړي  اوپرګني دټولنی اکثريته اوډېره برخه اوزيات خلک جوړه وی ،اودغه لږه کی دټولنی ديوی  لوې برخی پرضددي .

نوی زاړه پال دهغه فرهنګی انقلاب سره چې دشپتمی لسيزی په کلونوکښې چې دامريکی په هيوادکې رامنځته ســـو،چې ددغه انقلاب پلويانو دلږه کيواوداقليتونو،دښځـــواودڅـــوډوليزوفرهنګی اوکلتوری دودونونه يې په دفاع اوپه ملاتړسره دټولنی دغه ټولنيزمسائل يې خپل شعار ورګرځول،زاړه پالوددوي په وړاندی يې په مخالفت کې قرارونيول اوپه دی عقيدی باندی وه چې کيدی سی دغه ډول انقلابی  خوزښتونه دامريکی دضعيفه کيدواودنړيوال دريځ دټيټيدوسبب به وګرځی .

جيمي کارتر دامريکی پخوانی  جمهور رئيس په خپل کتاب کې ((دامريکی ازرښتونه دخطرسره مخا مخ دی ))  تردی عنوان لاندی  ګواښ وکړ چې نوی زاړه پال ددی افکاروپه تبليغولواوترويجولو سره  چې داهسی وايې :(( هرڅوک چې زموږ سره نه دی  هغه زموږپرضد دی )) دغه خلک دخپل امپريالسټی فلسفی سره په نړی کې دامريکی دحيثيت  اواعتبار دپاره سترخطر ګڼل کيږی      . / 

 


October 22nd, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی